
ایکنا نیوز د «صدی البلد» له قوله راپور راکړی، سید نقشبندي په ۱۹۲۰ کال کې د مصر د دقهلیه ولایت په یوه کلي کې وزېږېد او په ۱۹۷۶ کال کې وفات شو. کله چې هغه لس کلن ؤ، نو د هغه کورنۍ د مصر علیا د طهطا ښار ته کډه وکړه. نوموړي قرآن کریم حفظ کړ او د طهطا د ذکر په کړَیو کې، د نقشبندیه صوفي مکتب یا طریقت د پیروانو ترمینځ ئې مذهبي مناجات زده کړل. پلار ئې، شیخ محمد نقشبندي، د همدې طریقت یا مکتب مشر او یو مشهور عالم و، او نقشبندیه طریقت هم د هغه په نوم نومول شوی دی.
سید نقشبندي د منفلوطي، عقاد او طه حسین د آثارو لوستلو ته ځانګړې لېوالتیا لرله.
د روژې مبارکې میاشتې له ځانګړو نښو څخه یوه هم د هغه زړهراښکونکی، پياوړی او ځانګړی غږ و چې احساسات ئې راپارول او د روژهماتي پر مهال ئې میلیونونه کسانو بندې اغېزې شیندلې. د هغه ښکلي او په زړه پورې دعاګانې چې له زړه ئې راوتلې، د مسلمانانو احساسات ئې پارول او هغوی ئې دې ته اړ ایستل چې د شیخ سید نقشبندي خبرې په درناوي سره تکرار کړي
هغه د دیني دعاګانو او عبادتونو، تلاوت او مذهبي مداحیو له مخکښو څېرو څخه ؤ. لکه څنګه چې د نقشبندي په اړه ویل شوي، هغه په دعا او مداحۍ کې استثنايي وړتیا لرله، تر دې چې د یوه فکري مکتب بنسټګر وګرځېد. نوموړی د «خاشع غږ»، «الهي بلبل» او «د مداحانو امام» په نومونو پېژندل کېده.
یوازې د نقشبندي نوم یادول هم د «مولای» (ای زما مولا) په انداز سره دعا نغمې او د اذان پر مهال د هغه انځور ذهن ته راولي. دا دعا د هغه له لسګونو دعاګانو څخه تر ټولو مشهوره ده.
د راډیويي دعاګانو ریکارډول!
خدای بخښلي سید نقشبندي د مصر د راډیو سټېشنونو لپاره د دعاګانو او عبادتونو ثبتول پیل کړل. دغه دعاګانې مناقبتونه به د روژې په میاشت کې د ماښام د اذان پر مهال خپرېدې اوپه «دُعات» (واعظانو) یادېدل. هغه له کمپوزر او موسیقي غږونکي بلیغ حمدي سره په څو هنري اثارو کې ملګرتیا وکړه او شپږ دعاګانې او مناقبتونه ئې ثبت کړل، چې تر ټولو مشهور ئې «مولای إنی ببابک» (ای زما پروردګاره، زه ستا دربار ته ولاړ یم) ؤ .
نوموړي له مخکښو قاریانو سره هم په مصر او بهر کې په کنسرتونو کې ملګرتیا کړې وه، له هغو څخه شیخ عبدالباسط عبدالصمد هم و. تر دې مخکې هم هغه د روژې په مبارکې میاشتې کې ډېرو عربي هېوادونو ته سفرونه کړي وو، څو د دعا او مناجاتو په وسیله د روژې شپې ژوندۍ وساتي.
د شیخ سید نقشبندي وفات
سید نقشبندي په ۱۹۶۷ کال کې په ۵۵ کلنئ کې وفات شو.
https://iqna.ir/fa/news/4334443